سیاست

جمهوررئیس غني: د امام ابوحنیفه او لویو فقهاو میراث ته په مراجعې به ځوانان د افراطیت له منګولو وژغورو

کابل باختر د ثور  ٢٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د امام ابوحنیفه (رح) د شخصیت په اړه په علمي او څېړنیز سیمینار کې وویل: د حضرت امام ابوحنیفه او د هغه د مذهب د سترو فقهاو میراث ته په مراجعې سره کولی شو د خپلې ټولنې زیانمنونکي اقشار په ځانګړي ډول ځوانان د افراطیت له منګولو وژغورو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
هغه زیاته کړه، زموږ لپاره د حضرت امام ابوحنیفه د شخصیت، کارنامو او افکارو مطالعه دایمي موضوع ده او باید زده کړه ورڅخه وکړو او د خپل دیني او تمدني هویت پېژندلو لپاره ورڅخه استفاده وکړو.
جمهوررئیس وویل: هغه څوک چې مذهب رامنځته کوي، د ژوند قواعد تر اغیز لاندې راولي او د امام ابوحنیفه او امام جعفرصادق افکار، پخواني افکار نه دي، زموږ فکر او ژوند د دغو افکارو پر بنسټ نوي کېږي. هغه زیاته کړه، د امام ابوحنیفه په مکتب کې چاودنې او ځانمرګي ځای نه لري او امام ابوحنیفه د ثبات بنسټ اېښودونکی دی.
د هېواد جمهوررئیس د خلکو په لارښوونه کې د علماې کرامو رول مهم وباله او ټاکنو ته په اشارې یې وویل: ټاکنې یوه اسلامي او ملي پروسه ده. هغه له عالمانو څخه وغوښتل چې د جوماتونو د منبرونو له لارې دې د دغې ملي پروسې د اړتیا، ارزښت او د خلکو د ګډون په اړه خبرې وکړي.
هغه د اداري فساد په اړه وویل، له فساد سره مبارزه یو اصل دی او زموږ  د اسلامي ټولنې نظام پر عدالت ولار دی. د قضا خپلواکۍ ته درناوی د ټولنې ثبات ته درناوی دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان خلک متدین او صادق دي، یوکوچنی اقلیت نه شي کولی د جهاد لاسته راوړنې او  د افغانستان د خلکو توقعات تر پوښتنې لاندې راولي.
جمهوررئیس د حضرت امام ابوحنیفه علمي میراث، د اسلامي تمدن یوه عظیمه پانګه وبلله او زیاته یې کړه، افراطي ډلې، د مسلمانانو د تمدني هویت د ختمولو هڅې کوي او د حضرت امام اعظم او سترو مجتهدانو فکري او معنوي پانګو ته مراجعه، د اسلامي تمدن د اساسي کرښو د ترسیم په معنا ده.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د مسلمانو متصوفانو له نظره امام ابوحنیفه د اسلامي عرفان او تصوف د سلسله لرونکو له ډلې پېژندل شوی او هغه کسان چې ځان د سلف صالح پیرو بولي هغوی امام ابوحنیفه پرته له شکه د سلف له لویانو ګڼي او  د هغه په لوړ مقام  سترګې نه شي پټولی.
جمهوررئیس زیاته کړه، پر دیانت او تقوا سربېره، د امام ابوحنیفه کلامي لیدلوري، فقهي نظریات او اجتهادي چلند د هغه ارزښت څو برابره کوي او په اسلامي ټولنه کې د ستونزو د غوټو پرانیستونکی دی.
هغه څرګنده کړه، د امام ابوحنیفه کلامي لیدلوری له افراطیت او تفریط لیرې معتدل چلند او پر نقل او عقل متکي دی. امام ابوحنیفه د خوارجو د تکفیرد جریان مخه ونیوله او په صراحت یې اعلان وکړ چې هیڅوک د قبلې اهل مسلمان ته کافر نشي ویلی.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، امام ابوحنیفه په اسلامي ټولنه کې د ښځو پر حقونو ټینګار کاوه او په خپلې واضح فتوا سره یې په اسلامي ټولنه کې د ښخو حقونه له ظلم او بې عدالتۍ څخه خوندي کړل. هغه د جګړې او سولې په اړه نوي نظرونه ورکړي او د جهاد مبنا یې د ظلم دفعه کول وباله، نه له نورو سره د عقیدې توپیر.
جمهوررئیس همداراز وویل، امام ابوحنیفه مسلمانانو لپاره د بین المللي اړیکو د ټینګښت لار پرانیسته او له نړۍ سره د مسلمانانو د بین المللي اړیکو د تنظیم لپاره یې بېساری کار کړی.
هغه زیاته کړه، حنفي مذهب څخه له منځنۍ اسیا څخه تر هندوستان پورې، له افغانستانه تر ترکیې، د چین له سینکیانګ نه تر اروپا او بالکان پورې استفاده کېږي او د امام ابوحنیفه د مذهب د منلو او خپرېدو راز په دې کې و چې په اجتهادي نظام کې پراصولو او ضوابطو ولاړ و.
جمهوررئیس وویل، افغانستان له لومړیو څخه د حنفي مذهب ستر مرکز و او په دغه مکتب کې زرګونه عالمان، فقیه او پوهان روزل شوي. هغه زیاته کړه، په دغه هېواد کې د بېلابېلو مذهبونو او ادیانو  پیروان ګډ او سوله ییز ژوند کړی دی چې  حنفي مذهب د زغم او روا داری فرهنګ په پیاوړتیا کې اساسي رول لرلی.
جمهوررئیس ټینګار وکړ اوس چې اسلامي نړۍ له تشدد سره مخ ده او افراطیت اسلامي نړۍ ته ډېرې ستونزې پیدا کړي دي، موږ اصولي او اساسي اقداماتو ته اړتیا لرو او د امام ابوحنیفه ستر علمي او فقهي میراث ته په پام له هغه څخه د دیني مسایلو د تفسیر لپاره کار واخلو.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، په افراط او تفریط کې خیر نشته او باید پوه شو چې زموږ تېر تاریخ کم ارزښته نه دی، مسلمانانو په خپل تېر تاریخ کې شانداره تمدن درلود او حضرت امام ابوحنیفه د دغه تمدن له بنسټ اېښودونکو او مشرانو څخه ګڼل کېږي.
د هېواد جمهوررئیس د امام ابوحنیفه میراث ته ورتګ هغه لاره وبلله چې موږ ته د افراطي نظریو پر وړاندې د دین موثر بدیل او معتدله لار راښیي او څرګنده یې کړه، د جوماتونو او مدرسو په ګډون علمي او اکاډیمیک مراجع چې د اسلامي فکر په برخه کې کار کوي باید له هغه استفاده وکړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني په ټینګار وویل، زموږ ځوانان نه باید په تېره دوه لارې کې پاتې شي چې له خپل زمان سره د جګړې اعلام وکړي او یا له خپل تېر سره دښمني وکړي. ځوانان باید د افرطیت له چنګال څخه وژغورو.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته