کابلباختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
څلور تنه ملکي وګړي نن په فراه ولايت کې په واټ کې د يوه ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د فراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې د دوى د سپرلۍ موټر د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په خوست کلې په ماين وخوت.
د دغې چاودنې له امله دوه ښځې او دوه نارينه ووژل شول او درې تنه نورټپيان شول چې په ټپيانوکې يو ماشوم هم شامل دى .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ