کابل باختر د ثور ٣٠
٢٥ تنه ډار اچوونکي تير ه شپه دغزني ولايت په بيلا بيلو سيمو کې ووژل شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل .
وسله والو مخالفينو له څو استقامتونوڅخه د غزني ولايت د مرکز او واغز ، زنه خان او ده يک په ولسواليو بريد وګړ چې د ګډو امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول .
ده زياته کړه ، د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله ٢٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول چې د دوو تنو مړي په سيمه کې پاتې دي او په لسګونو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
امرخيل زياته کړه: د بريد د شنډولو په بهير کې د ګډو امنيتي ځواکونو دوه تنه سرتيري هم شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
0 1 دقیقه لوستل