سیاست

دمشرانوجرګې دويم نايب دغاليو دصنعت دسوداګروشکايتونه وارويدل

کابل باختر د چنګاښ شلمه
دمشرانوجرګې دویم نایب داکتر محمد آصف صدیقې نن دغالیو دصنعت دیو شمیر سوداګرو شکایتونه واوریدل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خًبرورکړ.
پدی ناسته کې چی دمجلس د منشی نایب داکتر محمد فیصل سمیع هم حاضروو؛یوتن دنورو په استازیتوب وویل چي افغانې غالۍ دکیفیت له مخي په نړۍ کی وتلی نوم لري؛خو له بده مرغه د سوداګرۍ او صنایعو اوسنی وزیر د دي پخواني صنعت پراختیا او ودي ته هیڅ ډول پام ندی ګرځولی او پدي هکله يي دمشرانوجرګي مرسته وغوښتله .
ورپسی داکتر محمد آصف صدیقي د غالۍ اوبدونکو او سوداګرو له خدمتونو څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ،ډاډ ورکړچي د دوی دستونزو دحل په لاره کي به هرډول هڅي تر سره کړي او په پای کي يي دغالیو دصنعت پخواني او مخکښ سوداګراو دترکمنانو دشورا مشرحاجي رحمان قل او دنوموړي همکارانو ته دمشرانوجرګي ستاين ليکونه وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته