نړۍ

دمصردجمهوري رياست پخواني مرستيال ددغه هيواد جمهوري رياست ته کانديديږي

قاهره بي بي سي نيوز باختردوري دمياشتې ١٩ :

دمصر داطلاعاتو دسازمان پخواني رييس او ددغه هيواد دجمهوررييس لنډمهال مرستيال عمر سليمان د جمهوري رياست دراتلوونکي مياشتي په انتخاباپتو کي دگډون خبرورکړ.

عمرسليمان مخکي ويلي و چي دجمهوري رياست  په انتخاباتو کي به گډون ونه  کړي  خوله مطاهرو وروسته چي په هغو کي په دغو انتخاباتو کي دگډون لپاره له سليمان څخه غوښتنه وشوه خپل نظر بدل کړي.

دسليمان پلويان  زياتره هغه کسان دي چي باور لري دمصر له پاڅون اودمصر دپخواني  جمهوررييس حسني مبارک له ګوښـه کيدو وروسته دغه هيواد له ګډوډي سره مخامه دي او دخلکو پاڅون ته سمه لارښونه نه ده شوي.

له عمر سليمان څخه چي دخلکو له پاڅون څخه مخکي ددغه هيواد داطلاعاتو دسازمان مشري په غاړه درلوده  دحسني مبارک اصلي ځاي ناستي بلل کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته