ټولنه

په لغمان کې څه دپاسه ٢٠٠ کسانو فراغت لیکونه ترلاسه کړل

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر
د لغمان په مرکز قرغه یي او الینګار ولسوالیو کې د ۷۵ مېرمنو په ګډون ۲۰۷ تنو د حرفوي زده کړې له مرکز څخه فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
ځايي چارواکي وايي چې دغو کسانو د سولر، مبایل، برېښنا، لاسي صنایعو او د نارینه او ښځینه جامو ګنډلو په برخه کې زده کړې کړې دي.
د لغمان د کار او ټولنیزو چارو رییس شېر بهادر همت د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په فارغانو کې ٥٠ سلنه نوي راستانه شوي او د داخلي بې ځایو شویو کورنیو غړي شامل دي چې له شپږو میاشتو زده کړو ورسته پرې د اړوندې رشتې د کار توکي هم ووېشل شول.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته