سیاست

دبهرنيو چارو وزير دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنر سره وکتل.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان له عالي کميشنر فليپوګراندي سره دبهرنيو چارو وزارت په مقر کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
لومړۍ دبهرنيو چارو وزير په ټوله نړۍ کې دمهاجرينو او په تيره بيا له افغان مهاجرينو سره دملاتړ لپاره دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان کميشنر دارزښتناکو هلوځلو او کارونو له امله قدرداني وکړه .
دبهرنيو چارو وزير دخپلو خبرو په دوام په بيلابيلو هيوادونو کې دافغان مهاجرينو دستونزو څيړنه  دافغانستان د دولت له ملي لومړيتوب وباله او څرګنده يې کړه چې دافغانستان مشرتوب دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دافغان مهاجرينو دستونزو دڅيړنې په لاره کې غوڅه او جدي اراده او هوډ لري
وروسته دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنر دنړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې دافغان مهاجرينو دحقوقو د دايمي ملاتړ او په خپل وخت له هغوى سره دهمکارۍ په مقصد ددغې کميشنرۍدژمنې ډاډ ورکړاو دمهاجرت په نړيواله ورځ يې افغانستان ته خپل سفر دنړۍ په بيلابيلو سيمو کې دافغان مهاجرينو دڅيړنې ارزښت ته ددغې کميشنرۍ د پاملرنې نښه وبلله .
په دې کتنه کې دواړو لورو په ايران او پاکستان او اروپايي هيوادونو کې دافغان مهاجرينو دستونزو او دهغوى ستونزوته دحل دلارې دموندلو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته