سیاست

په هلمند کې دکوکنارو داړولو په پروګرام کې دوه تنه پوليسان ووژل شول

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

  په هلمند  ولايت کې  کرل شويو کوکنارو داړولو په بهير کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دپوليسو يو افسر ټپي شو .

   په دي پروګرام کې چې دوه ورځې مخکي پيل شوي دي تراوسه پوري به څه دپاسه يو زرو دري سوه جريبه ځمکه کي کرل شوي کوکنار اړول شوي دي .

  دهلمند دوالي ويندوى داوود احمدي نن باختراژانس ته وويل په  دي پروګرام کي دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ  کې  په دوه سوه شل جريبه ځمکه  ، په ناد علي ولسوالي کي په دري سوه پنځه څلويښت جريبه ځمکه  ، دمارجي په ولسوالي کې په يو سلو نوي جريبه ځمکه  ، په ګرمسير ولسوالۍ کې  په يو سلو ديرش جريبه ځمکه ،  په لښکرګاه  ښار کې په دري سوه پنځه پنځوس جريبه ځمکه او په سنګين ولسوالۍ کې په پنځه پنځوس  جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي .

  احمدي زياته کړه  ددغو ولسواليو  په بيلابيلو سيمو کې دکوکنارو داړولو په بهير کې  وسله والي نښتي هم شوي دي چې په مارجي ولسوالۍ کې دوه تنه سيمه ئيز پوليس وژل شوي دي او دهلمند ولايت دامنيي قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزي  مدير او دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .

 ده زياته کړه په هغي نښته کې چي وشوه دوه تنه مخالفين هم وژل شوي  او درې ماينونه  کشف او ښند شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته