سیاست

د مشرانو جرګې دعمومي غونډې اجندا وټاکل شو ه

کابل باختر دتلې شپږمه : د مشرانو جرګې د رېيسانو کميټې په غونډه کې چې دفضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه دعمومي غونډو اجنډا وټاکل شوه او دکمېسيونونو دکاري چارو او دنورو اړوندو مسئلو په باب خبرې وشوې . دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په غونډه کې پريکړه وشوه چې، د روان کال دتلې د مياشتې داتمې نيټې ديکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په ازادو خبرو سربېره دجوزجان ولايت د سناتورانو رپوټ وړاندې شي او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي اداري رييس د انرژۍ او اوبو وزارت معين او داوبو رسولو او کاناليزاسيون لوى رييس په کابل ښار کې داوبو دکمښت او تر ځمکې لاندې اوبو څخه دبې ځايه استفادې او دهېواد په نورو ولايتونوکې دڅښاک د اوبو د ستونزو په باب دخپلو تدبيرونو په اړوند ، معلومات وړاندې کړي او د مجلس د تلې د مياشتې د لسمې نيټې په عمومي غونډه کې دې د مالي چارو او دعامه لګښتونو د ادارې دقانون په ځينو مادو کې دتعديل او ايزاد دطرحې په باب کار وشي او هم دکابل ښاروالي مالي او اداري معين او نور اړونده مسوولان دې په خپل سر دلوړپوړيزو ودانيو د جوړولو دمخنيوي ، دقول حشمت خان دملکيتونو دساتنې دڅرنګوالى او دنورو مسئلو په باب ځوابونه او معلومات وړاندې کړي . دغه راز درييسانو دکميټې په غونډه کې د ولسي جرګې ديوه نوماند او دمدني ټولنې دفعال محمد ناصر مبارز دشهادت په نسبت د قندهار ولايت له خلکو سره دغمشريکۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل شول چې، له بده مرغه په څو وروستيو مياشتو کې دملي شورا د ولسي جرګې څو تنه نوماندان دهېواد په بېلابېلو ولايتونوکې ترور شول چې، بايد مسوول امنيتي ارګانونه دنوماندانو او دهغوى دغونډو دځايونو دامنيت په تامينولو کې لازم تدبيرونه ونيسي څو د ورته تروريتسي پيښو د رامنځته کېدو مخه ونيول شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته