امنیت

دجوزجان والي دمخالفينو لاس ته دآقچې دپنځه ګونو ولسواليو دوتلو داحتمال خبر ورکړ .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د جوزجان والي دوسله والو طالبانو لاس ته ددغه ولايت داقچې  دپنځه ګونو ولسواليو دتللو داحتمال خبر دارى ورکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دجوزجان والي چې نن يې په يوه خبري کنفرانس کې  خبرې کولې وويل  چې ترراتلونکو څليرويشتو ساعتو پورې که چيرې دآقچې  دپنځه ګونو ولسواليو   دپاکولو په خاطر پراخ عمليات ترسره  نه شي  دشبرغان _ مزارشريف  دلوى لارې په ګډون ددغو ولسواليو مرکزونه به ددښمن لاس ته ورشي .
ده زياته کړه همدا  اوس ددغو ولسواليو پنځوس کلي ددښمن تر کنترول لاندې دي او دشبرغان _ مزارشريف لومړى نمبر لويه لاره تر سخت امنيتي ګواښ لاندې ده .
ده وويل سره له دې چې څوځلې يې ددغو کليو دبيرته نيولو په خاطر له مرکزي  حکومت څخه دکومکي ځواکونو او دهوايي ګوزارونو غوښتنه کړې ده .
خوتراوسه پورې هيڅ داسې اقدام چې وکولى شي په دغو سيموکې امنيت تامين کړي نه دي شوي .
ده زياته کړه ددغو سيمو اوسني حالت ته دنه پاملرنې په صورت کې ددې امکان شته چې دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ دميرزا اولنګ ددرې ناتار په دغو ولسواليو کې تکرار شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته