سیاست

غوراوي کمېټې د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو وروستی نوملړ جمهور رئیس غني ته وسپاره

– کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠ :
د غوراوي کمېټې غړو پرون مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو وروستی  نوملړ جمهور رئیس غني ته وسپاره.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د غوراوي کمېټې پر غړو سربېره د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم حضور درلود.  جمهور رئیس په پوره دقت او شفافیت  د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو نوملړ د نهایي کولو له امله  د غوراوي کمېټې د غړو قدرداني وکړه. 
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي به له دغه نوملړ څخه په پوره دقت او شفافیت انتخاب شي. هغه د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو د نوملړ نهایي کول د ټاکنو د ترسره کېدو پړاو ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته