سیاست

دسياسي ايتلاف جبهي نن دولسي جبهي په نامه دشتون اعلام وکړ.

دافغانستان دملي سولې سياسي ، دافغانستان ولسي تړون ، دافغانستان دقومونو دسولې ، دافغانستان ملي اسلامي ، دافغانستان دخلکو دفلاح  سياسي ګوندونو او داولس وګړني شوراګانې اويوشمير قومي مشرانو دغونډي په ترڅ کې دولسي جبهي يا جبهه مردم د جوړولو خبرورکړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې له همدي امله جوړه شوې وه دجبهي رييس شاه محمودپوپل ددغي جبهي دجوړولو هدف دموجودو ستونزو دحل کولو او دسولې دټينګښت په مقصد دهيواد دبيلابيلو ګوندونو اوخلکو يو والې اوپيوستون وباله.

دجبهي رييس دقاتلانو محاکمه کول  او دنړيوالې ټولنې دمرستو حساب اخيستل  چې په تيرو لسو کلونو کې له افغانستان سره  شوي دي دجبهي اساسي تګلاره وبلله  . منان عطا زاده ، سيدامين تعيين ، ايام الدين وطندوست او يوشميرنورو برخه والو هم خبري وکړي .

غونډه دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته