۱۰۰ ورځې

په پاڼو کې دولايتي شورا دغړو په فهرست کې زياتوالي د راى ورکولو په بهير کې دځنډ سبب شوى دى

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
د راى ورکولو په زياترو مرکزونو کې د راى ورکولو بهير سست پرمخ ځي خو ددغو مرکزونو کارکوونکي ادعا کوي چې زياتره راى ورکوونکى دولايتي شورا دنظر وړ نوماند په پيدا کولو کې ځنډ کوي او هغوى په آساني سره نه شي کولاى دولايتي شورا دنوماندانو د زياتوالي په خاطر خپل نظر وړ نوماند پيدا کړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : يو له دغو مرکزونو څخه دکابل ښار په سرکوتل کې د اووه لسمې ناحيې په ودانۍ کې دى چې په دې مرکز کې دښځو او نارينه و اوږدې ليکې جوړې شوي دي خو د راى ورکولو بهير پکې ډير کمزورى دى .دغه راز بني حصار دقلعه وزير دنجونو دعالي ليسې د راى ورکولو په مرکز کې هم دغه شکايت شتون لري او ويل کيږي چې په پاڼو کې دولايتي شورا دنوماندانو دشمير زياتوالې د دې سبب شوى دى چې راى ورکوونکى په لنډ وخت کې ونه کړاى شي خپل نظر وړ نوماند پيدا کړي او خپله رايه وکاروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته