کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٧ :
دوه تنه وسله وال مخالفين پرون په پکيتکا ولايت کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغوعملياتوکې چې د ډاراچوونکو د ځپلوپه مقصد د پکتيکا ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه نورټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې:دوه تنه وسله وال مخالفين د قندهار ولايت دميانشين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
د ملي اردو دځواکونو په هغوچاڼيزو عملياتوکې چې دپکتياولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يي ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات او وسايل د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل