سیاست

اسد الله خالد:دفارياب امنيت او پرمختيايي پروګرامونه زموږ کاري لومړيتوبونه دي .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
دملي دفاع وزارت سرپرست  دفارياب ولايت  امنيتي حالت له نږدې وڅيړه .
  دملي دفاع وزارت سرپرست  اسد الله خالد پرون  په افغانستان کې دناتو دځواکونو  له عمومي قوماندان  اسکات ميلر او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له رييس  متين بيګ سره فارياب ته سفر وکړ .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفترمسوول باختراژانس ته خبرورکړ ، دملي دفاع وزارت سرپرست  په دې سفر کې دتروريستانوپه سنګرونو څو هدفمند بريدونه رهبري کړل او په دغه ولايت کې امنيتي حالت وڅيړه . او له پوځي او ملکي مسوولينو سره يې هم ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
  اسد الله خالد ټينګاروکړچې دفارياب امنيت او پرمختيايي پروګرامونه د حکومت   او دملي اردو  له اساسي لومړيتوبونو څخه دي .
ده زياته کړه چې د تروريستانو په سنګرونو يرغليز عمليات  تروريستانو ته دسر  ډير زيان اړولى دى . او دغه عمليات به دوام وکړي .
ده په فارياب ولايت کې  ديوبل  ستر عملياتو خبرورکړ او ويې ويل چې د ميمنې _ اندخوي دلويې لارې ستونزې به حل کړي او خلکو ته ډاډ ورکړ چې ددغې لويې لارې دامنيت دتامينولو لپاره  ښه پلانونه  او مناسب قوتونه  په واک کې لري او په هره بيه چې وي  دغه تګلورى  دوسله والو طالبانو له ګواښونو څخه وباسي . او ددغې لويې لارې په اوږدو کې  ددښمن تروريستي ځالې به  له منځه يوسي .
اسد الله خالد ټينګار وکړکه چيرې وسله وال طالبان  دسولې له بهير سره  يوځاى نه شي  په جدي  او غوڅه توګه به  وځپل شي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته