امنیت

يوه ځوانه نجلۍ په پلخمري ښار کې ووژله شوه .

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
يوه ځوانه نجلۍ پرون په پلخمري ښار کې دتومانچې په ډزو سره ووژل شوه .
دپلخمري ښار ددويمې حوزې آمر څارمن قاري وارث دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه نجلۍ دخصوصي روغتيايي علومو ديوه انستيتوت محصله وه او دپلخمري  دشش صد کوټي ساحې په مربوطاتو کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شوه .
دپوليسو ددويمې حوزې آمر وويل: بريد کوونکي کسان له سيمې  څخه وتښتيدل او پوليسو ددوى دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته