ټولنه

په زابل کې د بادامو ګلو جشن جوړ شو

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
په زابل ولايت کې پرون د بادام د ګلو جشن جوړشو.
په دې جشن کې د زابل والي اشرف ناصري، د ولايتي شورا رييس قاضي عبدالرحمن، امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونى او د قندهار، هلمند، هرات، ننګرهار او د خوست د ولايتونو يو شمېر شاعرانو او يو شمېر خلکو ګډون کړى و .
د زابل والي محمد اشرف ناصري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه فرهنګي، ادبي او تفريحي جشن د بادامو د ګلو د جشن ترعنوان لاندې جوړ شو او د دغو ولايتونو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل .
ده ددغه جشن دجوړلوو هدف نورو هيوادوالو ته ددغه ولايت د ښکلى طبعيت ، فرهنګ او د خلکو د دودونو معرفي کول وبلل.
ديادونې وړ ده چې بادام په زابل ولايت کې له مهمو محصولاتو څخه دى چې دښه والى له امله په کورنيو او بهرنيو بازارونوکې زيات پيردونکي لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته