امنیت

د داعش د ډلې لس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ووژل شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
د داعش د ډلې لس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول. په دغو هوايي عملياتو کې چې نن له غرمې مخکې دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا په اچين ولسوالۍ کې ترسره شول د داعش د ډلې په يوه پټنځي بريدوشو .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ په دې هوايي بريد کې لس تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل : داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته