سیاست

د هلمند د وروستيو پيښو په باب غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د مدني ټولنې يو شمېر فعالانو د افغانستان د بېلابېلو شوراګانو غړو او ځوانانو پرون په کابل کې په يوه خبري غونډه کې د هغو زړه بوږنوونکو پيښو د مخنيوي په اړوند چې په هلمند ولايت کې دوام لري؛ د دولت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې د مدني ټولنې فعالانو محمد نبي الفت ، سميع الله وزيري، داوود فرهنګ او ترنم سيدي په ترتيب سره د هلمند ولايت د حالت، وروستيو بوږنوونکو پيښو او په وګړو د هغو د اغيزو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې هلمند له کلونو کلونو راپه دې خوا د جګړې په اورکې سوځي او د وروستيو جګړو له امله ٢٢ زره کورنۍ د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه د لښکرګاه ښارته بېځايه شوې دي.
دوى زياته کړه: بې ځايه شويوکسانو ته لازم امکانات نشته او په بد حالت کې شپې سبا کوي.
دغه راز د قندهار_ هلمند لويه لاره د جګړو او نا امنيو له امله تړل شوې ده او د لومړنيو اړتيا وړ توکو په ګډون د ټولو توکو بيې لوړې شوې دي.
وينا والو د دې ترڅنګ چې د هلمند ولايت په وروستيو پيښوکې د ملکي وګړو د سر د زيان يادونه وکړه؛ له دولتي مسوولينوڅخه يې وغوښتل چې د خلکو د ستونزو د لرې کولو او په دغه ولايت کې د زياتو پيښو د مخنيوي په لاره کې جدي پاملرنه وکړي.
دوى څرګنده کړه چې بايد د دغه ولايت امنيتي تشکيل ته هم زيات دقت وشي.
د غونډې په پاى کې په لسو مادوکې يو پريکړه ليک چې د برخه والو له خوا برابر شوى و، د کابل پوهنتون د استاد محمود مرهون له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: ((موږ د غونډې برخه وال له دواړو لورو څخه غوښتنه کوو چې ډير ژر جګړه بنده او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. جګړه دواړه خو اوې وژني او بدبختۍ رامنځته کوي او عامو وګړو ته زيات زيانونه اړوي.له قومي مخورو څخه غواړو چې په هلمند ولايت کې د زړه بوږنوونکو د مخنيوي په خاطر په دواړولورو زور واچوي چې انساني حرمت درناوى وکړي او د خلکو د وژلو او وينې تويولو پرځاى دې د جګړې قوانين په پام کې ونيسي.
د هلمند ولايت ملکي اداره دې په بشپړه توګه وڅيړل شي او مسوولين دې دغوره سالارۍ له مخې وټاکل شي چې د هلمند د خلکو ترمنځ د بې باورۍ فضا له منځه لاړه شي او ټول خلک حکومت د ځان وبولي.
دغه راز په ټول هلمندکې بايد پراخ عمليات ترسره شي چې بې ځايه شوي خلک خپلو ولسواليو ته ستانه شي او له زيانمنو شويو خلکو سره مالي مرستې وشي.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته