ټولنه

دښار جوړولو معين : په سترو ښارونو کې زياتره لوړ پوړيزې ودانۍ دزلزلې په وړاندې مقاومت نه لري.

 

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٦ :

دښارجوړولو دچارو وزارت  مسوولين وايي چې دهيواد په سترو ښارونو کې په سلو کې اتيالوړ پوړيږې ودانۍ دزلزلې په وړاندې مقاومت نلري.

دباختراژانس دخبرله مخې،  دښار جوړولو دچارو وزارت يو مقام وايي دهيواد په ستروښارونو کې  دودانيو دجوړولو دمعيارونو نه رعايتول اودطبيعي پيښو په وړاندې دلوړ پوړيزو دودانيو دمقاومت ټيټوالي خلک انديښمن کړي دي.

دښارجوړولو  دچارووزارت  معين انجينر محمداکبراحمدي زياته کړه چې په سلو کې څلويښت دغه لوړ پوړيږې ودانۍ څيړل شوي دي. او څرگنده شوې ده چې دغه ودانۍ  دزلزلې په وړاندى مقاومت نه لري  او خاوندانو ته يې خبرداري ورکړ شوى دى چې ددغې ستونزې په حل کولو اقدام وکړي.

احمدي زياته کړه، دغه لوړپوړيزې  ودانۍ  دکاناليزاسيون سيستم نه لري  .

ده وويل، موږ دپوليسو اوښارواليو په ګډون يو ګډ کميسيون جوړ کړى دى چې په ښارونو کې ټولى لوړ پوړيزې ودانۍ وڅيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته