ټولنه

په هرات کې دکوکنارو دکروندو داړولو پروګرام پيل شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٠ :
په هرات ولايت کې  دکو کنارو  دکروندو داړولو لومړى  پړاو دکشک رباط سنګي له ولسوالۍ څخه پيل شو .
د هرات سيمه ييز مسوولين وايي دولايت  دمقام دلارښوونې له مخې دامنيتي  او اداري برخو  ګډ عملياتي ټيمونه دکشک رباط سنګي  ولسوالۍ ته  استول شوي دي  چې ددغو کروندو اړول دخلکو په همکاري عملي کړي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد په يوه خبري غونډه کې  په ولسواليو کې
دنشه يي توکو دکروندو دله منځه وړلوپ ه لاره کې دمسوولينو دجديت خبرورکړ او ويې ويل ؛ دکوکنارو د  کروندو د  اړولو ترڅنګ  دولسواليو داوسيدونکو   دامنيت تامينولو  اود کوکنارو دکرکيلې له عواملوسره  چلند او دنشه يي توکو دترانزيت  مخنيوي ته هم جدي پاملرنه کيږي.
د هرات د والي وياند وايي  څرنګه چې داسلام مبين دين د نشه يي توکو او ډول ډول مسکراتو پروسس او ترانزيت  حرام بللى دى خلک هم له دغه بهيرسره هر اړخيزه  همکاري کوي.
دى وايي  په هغه صورت کې چې  دهرات ولايت  په ولسواليو کې  دنشه يي توکو  ټولې کروندې له منځه يوړل شي  يومليون ډالره په تشويقي ډول بزګرانو ته ورکول کيږي.
فرهاد د هغو ولسواليو له خلکو څخه چې کوکنار پکې کرل کيږي وغوښتل چې ددغې ناوړې پديدې د له منځه وړلو په لاره کې له مسوولينو سره همکاري وکړي.
ويل کيږي دکشک رباط سنګي په ولسواليو کې له  ١٥٠ جريبو څخه تر ٢٠٠  جريبه ځمکه کې کوکنار کرل  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته