امنیت

يو پوليس دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.

چاريکار-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دپروان ولايت سيمه ييز مقامات وايي: دپوليسو يو افسر دپروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
يوه اړونده خبرځاى باختر آژانس ته خبر راکړ : دپوليسو دغه افسر چې په کابل کې يې دحامد کرزي په هوايي ډګر کې کارکاوه دجبل السراج ولسوالۍ په چهاربرج سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو .
خبرځاى زياته کړه : تراوسه پورې ددغې وژنې علت نه دى څرګند شوى خو پوليسو ددغې پيښې په باب څيړنې پيل کړې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته