ټولنه

د تودو اوبو د بيلر دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل باختر د ليندي څلورمه
په کندز ولايت کې پرون د تودو اوبو د بيلر دچاودنې له امله دوه تنه ښځې ووژلې شوې او درې تنه نور يې ټپيانې شوې.
دکندز ولايت دعامې روغتيا رييس باخترآژانس ته وويل: دوو ښځو خپلې جامې دښځينه خياط لپاره يوه کورته وړې وې چې په کورکې د تودو اوبو بيلر وچاويد او له امله يې دغه دوه تنه ښځې ووژلې شوې او دکور خاوندې درې ښځې د ديوالونو د نړيدو له امله ټپيان شوې .
خبرځاى زياته کړه: دغه پيښه دکندز ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتوکې رامنځته شوه او اوس ددغې پيښې د يوې ټپي د روغتيايي حالت خراب دى .
ده ټينګار وکړ: هغه کورنۍ چې له برقي بيلرونو سره له تودو اوبو څخه استفاده کوي؛ پرې نه ږدي چې تودې اوبه زيات بړاس وکړي ځکه بړاس دبيلرونو دچاودنې اصلي عامل ګرځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته