سیاست

د ډاډګېرنې پیغام

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د ډاډګېرنې پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې قومي مشر او د ولي خېلو د شورا غړی حاجي ګلروز ولي خېل د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انالله و اناالیه راجعون
ارواښاد حاجي ګلروز زړه خوږى انسان وو. د زغم، استقامت او ښه چلند له امله یې په سیمه او خېلونوکې ښه نوم او شهرت درلود.
ارواښاد د قومي مشر په توګه د شخړو په حل کې د جرګو او مرکو له لارې د ټولنې د خیر او فلاح لپاره د قدر وړ هڅې کړې دي، تل به یې خلک یو والي، ورورولي او سوله ییز ژوند ته هڅول. د ده مړينه یوه ضایعه ده.
د ارواښاد حاجي ګلروزکورنۍ، دوستانو او د ولي خېلو قومي شورا ته د ده د مړينې په مناسبت تسلیت وایم. الله تعالی دې جنتونه په نصیب کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته