کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٥مه :
د حج او اوقافو وزارت د کابل ښار او په هغه پورې د اړوندو ناحيو د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نن د روان کال د غبرګولي د مياشتې پنځه ويشتمه نيټه، د سه شنبې ورځ، د روژې د مبارکې مياشتې نهمه، په کابل ښارکې د روژه ماتې وخت اووه بجې او يوولس دقيقې او د سپيده داغ وخت دوه بجې او پنځه پنځوس دقيقې مشخص شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ