ټولنه

په دايکنډي کې له نباتي آفتونو سره د مبارزې پيل

_  کابل باختر دغويي دمياشتې ١٣ :
د دايکنډي ولايت د مرکز او اړوندو ولسواليو په څوارلسو سيمه ييزو شوراګانو کې د درمل شيندلو کمپاين نن پيل شو.
د دايکنډي ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو آمر انجنير جليل باختر آژانس ته وويل چې دغه کمپاين د دايکنډي ولايت د کرنې او اوبولګولو رياست له خوا پيل شوى دى.
خبرځاى وويل: په هره شورا کې د بادامو او مڼو پنځه زره ونې له نباتي آفتونو ضد درملو سره د نباتي آفتونو له خطر څخه خوندي کيږي.
ده زياته کړه چې دغه کمپاين د دايکنډي ولايت په کچه دوام کوي او بودجه يې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته