سیاست

تبصره

کابل باختر دثور نهه ويشتمه :
د افغانستان او چين ترمنځ دوستانه اړيکو د اقتصادي همکاريو او د سيمه ئيزې  همغږۍ د ودې لپاره زيات فرصتونه برابر کړي دي چې بايد له هغو څخه د سيمې د خلکو په ګټه استفاده وکړي .
  د باختر آژانس مبصر ليکي:
  دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د يو رسمي سفر لپاره چين ته لاړ. هغه سفر چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو رسمي تفاهم ليکونو، موافقه ليکونو او يادداشتونو د لاسليک سبب شو.
د دغه سفر په بهيرکې د چين لوري ژمنه وکړه چې په دغه هېوادکې دې  د افغانستان  د زعفرانو لپاره بازار وموندل شي او پنځه سوه مليونه چينايي (ين) په افغانستان کې په تخنيکي برخوکې ولګوي. د وريښمو له لاروڅخه استفاده، د دولت مامورينو ته د ارزان بيه کورونو د جوړولو لپاره د امکاناتو سنجول او په بيړنيو حالاتوکې له افغانستان سره مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ دتفاهم نورې برخې وې چې سندونه يې د ډاکتر عبدالله عبدالله او د چين د صدراعظم په وړاندې د دواړو هېوادونو د مقاماتوله خوا لاسليک شول .
چين ته د ډاکتر عبدالله وروستى سفر او د دغه هېواد له مقاماتوسره د څو موافقه ليکونو لاسليک د دې څرګندوى دي چې کابل او بيجينګ د پخوا په شان د خپلو اړيکو په ودې ژمن دي. د دواړو هېوادونو افغانستان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو شتون دسيمه ئيزو همکاريو او داقتصادي ودې لپاره زيات فرصتونه برابر کړي دي چې بايد هغه غنيمت وبولو او ګټه ورڅخه واخلو .
افغانستان او دهغه  يوشمېر ګاونډيان په دې اړيکې د اقتصادي ودې او د سيمه ئيز ټيکاو لپاره د ظرفيتونو د برابرولو له مخې تعريفوي او دغه موارد په  خپلو اړيکوکې يو اصل بولي چې له نيکه مرغه چين د دغه شان ګاونډيانو په جمله کې  شمېرل کيږي. دغه هېواد تل هلې ځلې کړې دي چې په هر راز شرايطوکې  دافغانستان دخلکو ترڅنګ پاتې شي. د سيمه ئيزې همکارۍ وده دچين په بهرنيو اړيکوکې يو اصل دى چې له شک پرته د افغانستان په ګډون په سيمې اغيزې  يې  متصورې وې. د دې ترڅنګ چې چين په خپله د نړۍ په کچه لوړ اقتصاد لري؛ د سيمه ئيزې همکارۍ او ټيکاو لپاره هڅه او هاندکوي او د ټوټاپ ، کاسا _ ١٠٠٠ د وريښمو له لارې  او په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو په ګډون دسيمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو ملاتړ کوي .
دغه راز چين په افغانستان کې د ډير ستر پانګې اچوونکي په توګه څرګند شوى دى، سره له دې چې د عينکو د مسو د کان او په شمال کې د تيلو د را ايستلو په گډون پروژې نيمګړې پاتې دي؛ خو چين په افغانستان کې د پانګونې د ودې ليوال دى  او د دغو پروژو د کار په پيلولو او بشپړولو ژمن دى .
د سيمې په کچه دکابل، بيجينګ او دنورو دولتونو ټينګار  په اقتصادي ودې او دسيمه ئيزې همکارۍ او همغږۍ په پراختيا دى او په عملي توګه  په دې لاره کې ګامونه اخستل شوي دي؛ خو  ځينې ستونزې کولى شي د دغه نيت  مخه ونيسي.  نن په بېلابېلو نومونو او عنوانونو سره ډار اچونې او بنسټپالنې سيمه له ستونزو سره لاس او ګريوان کړې ده او که چيرې  په افغانستان کې د چين اقتصادي پروژې نيمګړې پاتې شوې دي؛ يو دليل يې نا امني ده او دا په ډاګه کوي چې ډار اچوونه د سيمې د اقتصادي ودې دښمنه ده او په عملي توګه  د چين په ګډون  چې  په نړۍ کې ستر اقتصاد رهبري کوي او هندچې د چټکې ودې په حال کې دى؛  دهېوادونو د انکشافي پروګرامونو  مخه نيولې ده او د دغه شان يوې سترې  او جدي ستونزې حل کول يوازې او يوازې د ډار اچونې او بنسټپالنې په بندولو کې  امکان لري چې  هلې ځلې کوي  افغانستان له ستونزو سره مخامخ کړي  او دچين، هند او روسيې په ګډون دهېوادونو لپاره  په ګواښ بدل شي.  نو دلته  ضروري ده چې د سيمې هېوادونه په تيره بيا دغه درې هېوادونه چې ستر اقتصاد رهبري کوي؛ په يوه سيمه ئيزه غونډه کې ډار اچوونه او بنسټپالنه بنده او د سيمې په کچه د اقتصادي ودې فرصتونه برابر کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته