کابل باختر د سلواغې لسمه :
په غزني ولايت کې نن يوه ترافيکي پيښه رامنځته شوه چې دسرزيان يې نه دى اړولى .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختراژانس ته وويل دغزني ښار دروضې په کلي کې له يومازدا موټر سره د يو مسافروړنکي بس موټر ټکر وکړ چې دسرزيان يې نه دى اړولى خو اته تنه مسافرين يو څه ټپيان شوي دي .
سيرت زياته کړه چې ددغې پيښې ټپيان ددرملنې په خاطر دغزني ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي .
ختم- ج – اکرم