سیاست

جمهوررئیس غني دعمومي‌ او امنیتي ‌وضعیت د ارزونې په موخه قندهارته سفر وکړ

کابلباختر د وږي د مياشتې١ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون سهارد عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ قندهار ته سفر وکړ.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
جمهوررئیس غني ته د قندهار په نړیوال هوايي ډګر کې د دغه ولایت  ملکي او نظامي مسوولینو هرکلی ووایه او وروسته یې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د شهیدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
ورپسې جمهوررئیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو او د زون د پولیسوله قوماندانانو او مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ. په پیل کې د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان برید جنرال  امام نظر بهبود جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغه د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.
ده وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري په پوره مېړانه او زړورتیا د هېواد ددفاع او د خپلو هېوادوالو د ساتنې په برخه کې برحقه مبارزې ته ادامه ورکوي او ستاسو ځانګړې پاملرنه او هڅونه د هغوی روحیه او مورال لا لوړوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وویل، د افغانستان دښمنانو غوښتل چې افغانستان په دوه جغرافیو ووېشې او ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د هېواد اتلو او زړورو سرتېرو هغوی ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل او د دښمن شومې موخې او پلانونه یې شنډ کړل.
هغه زیاته کړه، په ارزګان ولایت کې تر ګواښ لاندې ولسوالۍ او سیمې مو خوندي کړي او د نورو سیمو د خوندیتوب لپاره هم بشپړ چمتو والی لرو.
د قندهار د پولیسو د زون قوماندان د خپلو اجرااتو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړ او ترڅنګ یې ځینې غوښتنې او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
د دوی د معلوماتو، راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ښې رهبرۍ، همغږۍ او سرښندنو څخه مننه وکړه او وې ویل، په څلور کلن امنیتي پلان کې د دوی ډېرې اړتیاوې په پام کې نیول شوي چې رسیدګي به ورته وشي.
د افغانستان جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوله مسوولینو او منسوبینو څخه له دې امله چې هره ورځ د هېواد د دفاع او د هېوادوالو د امنیت د تامین په خاطر هلې ځلې کوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، د ملي پولیسو روزنې ته باید زیاته پاملرنه وشي.
وروسته جمهوررئیس غني د ۲۰۵اتل قول اردو په مقر کې له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا غونډو کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
هغوی جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د وطن او خلکو به په کلکه دفاع کوي او په دې لار کې به هیڅ ډول هڅې ونه سمپوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته