امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په مارجه کې ووژل شول

لښکرګاه   باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
پنځه تنه وسله وال طالبان نن په هلمند ولايت کې ووژل شول .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه افسر د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دغوطالبانو د پوځيانو له خوا د هلمند ولايت  په مارجې ولسوالۍ کې ډزې وشوې چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د يوبل خبرل مخې:
درې تنه ماين ښخوونکي د قندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هغه ماين د چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې هغه په يو واټ کې ځاى پرځاى کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته