ټولنه

په لغمان کې د الیاس خیلو د کانال لومړنۍ سروې پیل شوه

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠:
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د الیاس خیلو کانال چې د مشالې کمر ترڅنک موقعیت لري؛ یو د هغو کانالو له جملې څخه دی چې د کابل له سیند نه په یاده سیمه کې سرچینه اخلي او په جوړېدو سره به یې د کابل جلال اباد د لوی لارې په اوږدو کې تر سرخکانو پورې ټولې پرتې ځمکې خړوبې شي.
د دغه کانال په جوړېډو سره به تر ۲۰۰۰ هکتارو پورې شاړې ځمکې خړوبې شي
د لغمان د دريايي حوزې د رئیس سید عبدالرحیم سادات په وینا دغه کانال به شا و خوا ۳۰ کیلو مترو پورې اوږدوالی او له پینځو تر شپږو مترو پورې به پراخوالی ولري، د نوموړي په وینا اوسمهال یې د دوی له لوري لومړنۍ سروې جریان لري چې وروسته له بشپړېدو به د پروژې د منظورېدو او عملي تطبیق په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت ته واستوي.
ښاغلی سادات د دې تر څنګ د قرغیو ولسوالۍ اړوند د غزیزخان کڅ د کانال د ستونزې د هواري په موخه هم ډاډ ورکړ، چې په نېږدې ورځو کې به د یاد کانال اساسي او تخنیکي سروې هم تر سره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته