سیاست

د شهيد ستر جنرال عبدالرازق فاتحه واخستل شوه

کابل باختر د لړم پنځمه :
د قندهار ولايت د پخواني امنيه قوماندان شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي  د فاتحې مراسم پرون په جوزجان کې پرځاى شول .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دغو مراسموکې چې د امام ابوحنيفه ( رح ) په جومات کې پرځاى شول، د جوزجان ولايت مشرتابه هيئت، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او کارکوونکو، د دولتي ادارو رييسانو او کارکوونکو،په جوزجان ولايت کې د پوځي قطعاتو او جزوتامونو جنرالانو او افسرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو ګډون کړی و .
د مراسمو برخه والو د شهيد عبدالرازق او د قندهار او هلمند د ولايتونو د وروستيو پيښو د نورو شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه او په هغوکسانو چې تروريستي پيښې ترسره کوي، لعنت وويل شول.
دغه مراسم د حرمت ټولنيز بنسټ له خوا په شبرغان ښارکې پرځاى شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته