امنیت

په غورکې يوه بندي ځان وواژه

کابل باختر د تلي  پنځمه :
يوه نيمځالي سړي تېره شپه د غور ولايت په جيل کې خپل ژوند پاى ته ورساوه.
  د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دغور ولايت په عمومي جيل کې شوې ده .
ده وويل چې په دغه سړى په خپلې ميرمنې د تاوتريخوالي تور لګول شوى و او د خپل جيب له دستمال څخه په استفادې سره يې ځان وژلى دى .
د خطيبي دڅرګندونوله مخې: ټاکل شوې وه چې تورن سړى پرون په غور ولايت کې محاکمه شي، خو د ده د مدافع وکيل د غيابت په دليل د ده محاکمه بلې ورځې ته وځنډول شوه او دغه سړي هم خپل ژوند پاى ته ورساوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته