ټولنه

د هېواد په ختيځ کې د لبنياتو د زياتوالي لپاره هڅې زياتې شوې دي

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د هېواد په ختيځ کې د لبنياتو د زياتوالي لپاره هلې ځلې زياتې شوې دي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولينو د نړۍ د کرنې او خوړو سازمان په همکارۍ د هېواد په ختيځ کې د لبنياتو د زياتوالي لپاره يو پروګرام پيل کړى دى. په دغه پروګرام کې د مالدارى د نويو لارو چارو د روزنې ترڅنګ د لبنياتو د برابرولو او بسته بندۍ لپاره هغوى ته د کار وسايل هم ورکول کېږي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست او د نړۍ د کرنې او خوړو سازمان په يوه غونډه کې د هېواد په ختيځ کې د لبنياتو د زياتوالې په اړه خبرې وکړې. ختم -ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته