کابل باختر د تلې دمياشتې ١ :
په لوګر ولايت کې پرون درې زره کيلوګرامه مونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي دپوليسوله خوا کشف اوضبط شول.
دلوګرولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل : د هغه کشفي راپورونو له مخې چې د محمدآغې ولسوالۍ ته رارسيدلي و دغه چاوديدونکي توکي په يوه هينو ډوله موټر کې ځاى پرځاى او غوښتل يې کابل ته وليږدوي چې دامنيتي موظفينوله خوا کشف اوضبط شول.
ده زياته کړه چې د دغه موټر چلوونکى د امنيتي موظفينوله خوا نيول شوى او اوله هغه څخه تحقيقات دوام لري .