سیاست

فرانسه له افغانستان څخه خپل دوه سوه تنه عسکر باسي

کابل باختر د وري د مياشت باختر

فرا نسه له افغا نستان څخه خپل دوه سوه تنه عسکر باسي ،ايساف تاييد کړى دى چې له افغا نستان څخه د فرا نسې دوه سوه تنه عسکر وځى

د ايساف خبري سر چينې وا يي د فرا نسې دغه شمير عسکرو وتل د لزبن د موافقه ليک په چوکاټ کې کيږي چې تر ٢٠١٤ کاله پورې د ناتو دعسکرو د وتلو اټکل يې کړى دى

ايساف په دې باندې ټينګار لري چې د عسکرو وتل په افغا نستان کې په وروستيو پيښو باندې اړه نه لري چې له ا مله يې يو شمير فرانسوي استادان ووژل اوټپيان شول

 فرا نسه په افغا نستان کې څه دپاسه څلور زره درې سوه عسکرو په لرلو سره له امريکا ، انګلستان او المان څخه وروسته ډير زيات پوځى ځوا کو نه لري اود افغا نستان له دولت سره پنځم ما لى مرستندوى هيواد دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته