کابل باختر دکب نولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې دپوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو نن سهار دمهترلام ښار او الينګار ولسوالۍ ته څيرمه ددوى په مرکزونو بريدونه وشول .
ده وويل ډار اچوونکي په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې بريدونه پرې وشول . درارسيدلو خبرونوله مخې ، پوځيانو ددغو پوځي عملياتو په بهير کې وکولى شول دمهترلام ښار او دالينګار ولسوالۍ دلويو لارو په دواړو لورو کې په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي .
ويل کيږي په دغو پوځي عملياتو کې دطالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم دپوځيانو لاس ته ورغلې ده . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ