سیاست

تبصره

کابل باختر دزمري شپږمه :
په هيواد کې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې ددويم پړاوپه پيل کيدو سره ددې فرصت برابريږي چې په راتلوونکو انتخاباتو کې زموږ دخلکو ګډون پراخ شي او دغه ملي بهير په وګړني مشارکت سره ترسره شي .
دباختراژانس مبصر ليکي: دانتخاباتوخپلواک کميسيون پرون دشنبې په ورځ دزمري دمياشتې په پنځمه نيټه دراى ورکوونکو دنوم ليکنې دبهير دويم پړاو چې ولسوالۍ او دسترو ښارونو ناحيې پکې شاملې دي اعلام کړ ، له نن  ورځې څخه دوه مياشتې مخکې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې لومړى پړاو دولايتونو په مرکزونو کې پيل شوى و چې په ټوليزه توګه زموږ يوسلويو ديرشو زرواووه سوه اووه شپيتو تنو هيوادوالو وکولاى شول چې په نوم ليکنې سره دراى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي .
ددغه بهير دويم پړاو کې چې پروګرام يې ددوو مياشتو لپاره جوړ شوى دى دراى ورکولو څلور سوه څلويښت  مرکزونه په برابر ډول ښځواو نارينه وو ته فعال شوي دي  ترڅو هغه کسان چې دراى ورکولو قانوني عمر لري خو دراى ورکولو کارتونه نه لري ، وکولاي شي کارتونه ترلاسه کړي او په دې ملي بهير کې ګډون وکړي .
تراوسه پورې دهغو کسانو دقيق شمير چې بايد دراى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي معلوم نه دى خو دانتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين هلې ځلې  کوي چې په تبليغاتي پروګرامونوسره خلک دې ته وهڅوي  چې دراى ورکولو دکارتونو په ترلاسه کولو سره ، دانتخاباتو په بهير کې ګډون وکړي .
دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو راتلوونکي انتخابات چې د ١٣٩٣ هجري لمريز کال دوري په مياشت کې په پام کې نيول شوي دي ځانګړى ارزښت لري .
دجمهوري رياست راتلوونکى انتخابات به هغه هم دانتخاباتو نوي قانون په رڼا کې په داسې حال کې ترسره شي چې په همدې کال کې به له هيواد څخه دبهرنيوځواکونو دوتلوپروګرام او افغان امنيتي مرکزونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير هم بشپړ شي .
دانتخاباتو دترسره کولو لپاره دتياري بهير دستاينې وړ دى مخکې له دې دانتخاباتو دترسره کولو چارې له تقنيني فرمانونوسره يو ځاى وې خو داځل به انتخابات دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو د اوريدو دخپلواک کميسيون دتشکيل ، دندو او صلاحيتونو دنويو قوانينو په چوکاټ کې  ترسره شي .  اجرائيوى ارګانونو او امنيتي مرکزونو پخوا په انتخاباتو کې دسالم اوشفاف مديريت او دغه بهير دامنيتي نظام دتامينولو ډاډ ورکړى دى  يعنى هغه څه چې په دولتي ارګانونو پورې اړه پيداکوي پړاو په پړاو اجراشوي دي اويا داجرا کيدو په حال کې دي دلته دخلکو رول له پخوا څخه جدي دى ، خلک په تيره بيا هغه کسان چې دراى ورکولو په شرايطو برابر دي بايد په مسوولانه ډول چلند وکړي اوځاى په راتلوونکو انتخاباتو کې په ونډې اخستنې مکلف بولي. د خلکو پراخ ګډون به ديو پياوړي وګړني نظام دجوړيدو سبب شي هغه نظام چې وکولاى شي هيواد دنويواوبرخليک ټاکوونکو پرمختياوو په ګيډه کې ديوې روښانه  اوباثباته راتلوونکې په لور رهبري کړي .
که چيرې خلک دراتلوونکو انتخاباتو په نسبت په مسوولانه ډول فکر ونه کړي اوپه هغو کې  دپراخ ګډون لپاره هلې ځلې ونه شي بايد ديو پياوړي وګړني او ولسواک نظام دجوړولو هيله ونه لرو ، په دې صورت کې به په هيواد کې پخواني ترخې تجربې  تکرار شي او په هيواد کې نوي دموکراسي به جدي زيان وويني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته