کابل باختر دزمري دولسمه :
دملي پوليسو ځواکونو پرون دهيواد په اتو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دکورنيو چارووارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي پوليسو ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، تخار ، فارياب ، زابل ، لوګر ، غزني او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
ددغو فعاليتونو په بهير کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دکونړ ، بغلان او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې دماين دچاودنې دڅوارلسو پيښو مخه نيولې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ