خبرونهاقتصاد

په قندهار کې د انارو حاصلات زيات شوي دي

۳۸- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
په قندهار کې د انارو د حاصلاتو په زياتوالي سره د هغو کارخانو توليدات چې په دغه ولايت کې د انارو د اوبو د توليد په برخه کې فعاليت کوي، هم زيات شوي دي.
د انارو د اوبو او صابونو د توليدي کارخانو محصولات چې د قندهار په صنعتي پارکونو کې فعاليت کوي، د خپلو توليداتو کچه لوړه کړې ده او خپل توليدات اروپايي او امريکايي هېوادونو ته صادروي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په قندهار کې د ميوو د اوبو د توليد کارخانې په روان کال کې د خپلو توليداتو کچه چې زياته برخه يې د انارو اوبه دي؛ څه دپاسه ۱۰ ټنو ته رسولې ده.
دغه راز د انارو د صابون توليدي کارخانو هم د خپلو توليداتو کچه په کال کې اتو ټنو ته لوړه کړې ده.
په قندهار کې د انارو د اوبو او صابونو د توليدي کارخانو په زياتوالي سره د دغه ولايت سلګونو خلکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
په روان کال کې د انارو ۶۰۰ ټنو دانې چې د روغتيايي او د سينګار د محصولاتو د توليد لپاره کارول کېږي، بسته بندي او بهر ته صادرې شوې دي.
د قندهار انار نړيوال شهرت لري او د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه شمېرل کېږي او په دې وروستيو کې د سيمې او نړۍ بازارونو کې ښه ځاى پیدا کړی دى.
د نثاراحمد غورياني په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قندهار کې د انارو د بڼونو د حاصلاتو د زياتوالي او د هغه د ډول ډول محصولاتو د توليد هرکلى وکړ او د سيمې او نړۍ په بازارونوکې د هېواد د محصولاتو او توليداتو د بازار موندلې لپاره کار کوي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته