امنیت

دبلوچستان په کويټه ښار کې په نوې چاودنه کي پنځه تنه ووژل شول .

کويټه جيونيوز  باختر د لړم ديرشمه :
  دپاکستان دبلوچستان ايالت په مرکز کويټه ښار کې ديوبم دچاودنې له امله نن سهار پنځه تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  په دې  چاودنه کې چې دکويټې ښار دسرکي  واټ  ته څيرمه  وشوه ديو پوليس په ګډون  پنځه تنه  ووژل شول اوپنځه ويشت  تنه نور ټپيان شول  چې ډاکترانو ددغې پيښې دشپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى
په مرګ ژوبلي سر بيره په دې چاودنه کې څوموټرونو او موټرسايکلونو ته  هم زيان اوښتى   دى او  د سرحدي  ځواکونو يوه ليږدونکي واسطه په بشپړه توګه له منځه تللې ده .
دبم دشنډولو دکارکوونکو دڅرګندونو له مخې :  چاوديدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و .
له چاودنې وروسته دپيښې په ساحه کې د ډزو غږهم اوريدل شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چي تيره شپه هم درې بمونه په بلوچستان ايالت کې وچاوديدل چې له امله يې  نولسو تنوته مرګ  ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته