ټولنه

په سلګونو کورنۍ دملي پيوستون له پروژو څخه ګټه اخلي .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دپکتيکا ولايت په مربوطاتو کې دملي پيوستون دپروګرام د ٨٥ پروژو کار پيل شو .  دپکتيکا  ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس  دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو پروژو کې سل مليونه افغانۍ لکيدلې دي او دتطبيقولو کاريې دپکتيکا ولايت په مرکز او ولسواليو مربوطاتو کې  پيل شوي دي .
ديو اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې  په دغو پروژوکې  دسړکونو ، کلنييک ،  پلونو او پلګونو او ټولنيز مرکز جوړول  دسړکونو دغاړو دويالو پخول ، داوبو دکانال جوړول او د اوبود بندجوړول شاملې دي چې کار يې په راتلوونکو شپږ مياشتو کې بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل کيږي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا درييس دڅرګندونوله مخې ددغو پروژو په بشپړولوسره به په سلګونوکورنۍ ترې ګټه واخلي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته