ټولنه

دسالنګ لويه لاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه .

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دسالنګ لويه لاره دواورې داورښت او دتوپان دچليدو له امله نن دترافيکوپر مخ وتړل شوه .

 دسالنګ دلوې لارې دساتنې او څارنې يومسوول سميع الله باختراژانس ته وويل، په سالنګونو کې دواورې داورښت او دسخت توپان له امله دليدنې ساحه محدوده شوې او دطبيعي واورې ښوييدنې احتمال هم شته . له دې  امله  دسپرليو دمصوونيت  په خاطر دغه لويه لاره نن غرمه په دولسو بجو دترافيکو پرمخ وتړل شوه .

 ده زياته کړه چې په سالنګونو کې دواورې سخت اورښت دوام لري او په جنوبي سالنګ  کې شپيته سانتي متره واوره شوې ده او دغه راز  په شمالي سالنګ کې  هم دواورې سخت اورښت او توپان دوام لري

 ده وويل، له نيکه مرغه تراوسه پورې په سالنګونو کې  دواورې داورښت  اوتوپان  له امله کومه پيښه  نه ده رامنځته شوې او دواورې داورښت تر دريدو پورې دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلى ساتل کيږي .

 دغه راز ده زياته کړه چې دسالنګ دلوې لارې موظفين له هغوسپرليو او وسايطو سره مرسته کوي چې په سالنګونو کې دي او که چيرې دوسايطو چلوونکي اوسپرلۍ له کومې ستونزې سره مخامخې شي کولاي شي دسالنګ دلوې لارې له  موظفينو سره اړيکې ونيسي او ستونزه حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته