امنیت

يو سلو درې پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
د ملي پوليسو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې پرون ١٥٣ تنه وسله وال طالبان د هيواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د کندز، جوزجان، قندهار، روزګان ، خوست، پکتيکا، هرات، فراه او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ١٥٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٦٣ تنه ټپيان او يو تن بل يې ونيول شو او ١٢٩ ماينونه کشف او شنډکړى شول.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو پرون د قندهار، خوست، غزني او د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې د ماين د چاودنې د پنځلسو پيښو مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته