کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه
په بادغيس ولايت کې دوه سوه تنو وسله والوطالبانو له جګړې څخه لاس واخيست او له سولى سره يوځاى شول .
دغه جګړه ماران داوو ډلو په چوکات کې دبادغيس ولايت په مربوطاتو کې له دولت سره په مخالفت کې و .
دبادغيس ولايت دملي امنيت يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل په دغوکسانو کې دوسله والو طالبانو پنځه تنه سيمه ئيز قوماندانان هم شامل دي .
ده زياته کړه دغوکسانو له سولى سره دپيوستون په وخت کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل هم له ځان سره راوړل .
دبادغيس دمقاماتوله خوا دوړاندي شوي احصائيې له مخې په يو کال کې په دغه ولايت کې يو زرو پنځه سوه تنه مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي .