امنیت

٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ٢٤ تنه وسله وال طالب ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو دبغلان ، ميدان وردګو ،پکتيکا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې څو امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې په بهير کې يې ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، څلور تنه ټپيان شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز امنيتي ځواکونو د زابل ،غزني او دتخار دولايتونو له مربوطاتو څخه اووه ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته