امنیت

يو جهادي قوماندان په سمنګانو کې شهيد کړى شو .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
يو  جهادي قوماندان تيره شپه دسمنګانو په ولايت کې  شهيد کړى شو .
دسمنګانو ولايت  دخرم سارباغ ولسوال  قاري عباد الله مجاهد باختراژانس ته وويل  چې دخرم سارباغ ولسوالۍ دخواجه قشقار دکلي اوسيدونکى عبدالغفور  چې پخوا  دافغانستان  دحرکت اسلامي ګوند جهادي قوماندان و په ډزو سره شهيد کړى شو .
ده وويل  چې وسله والو طالبانو  دعبدالغفور په کور بريد وکړ او هغه يې  شهيد کړ .
ولسوال زياته کړه  کابو شپږ مياشتې مخکې هم يوشمير وسله والو کسانو  دشپې له خوا  ددغه جهادي قوماندان په کور بريد کړى و  چې له امله يې  ددغه قوماندان  يو دولس کلن زوى ، خسر او مور وژل شوي و .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته