کابل باختر د ليندۍ دمياشتې دېرشمه
چارواکي وايي د زرنج موټر سايکل او بار وړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د زابل ولايت د والي وياند ګل سلام سيال باختر اژانس ته وویل چې د دغه ولايت په مرکز قلات پورې اړوند د ميزانې ولسوالۍ د هډې په سيمه کې د زرنج موټر سايکل او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
سيال زياته کړه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی او د دريو نورو چې روغتيايي حالت يې د خراب ښودل شوي د کندهار ولايتي روغتون لېږدول شوي دي.
3 د یوې دقیقې څخه لږ