ټولنه

په خوست کې دکندز له بې ځايه شويو سره دمرستې دراټولولو پيل .

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دخوست دولايتي شورا  او دمدني ټولنې غړو نن ديوې  غونډې په ترڅ کې دکندز ولايت دوروستيو جګړو له بې ځايه شويو کسانو سره دمرستې په خاطر خپل تيارى اعلام کړ .
دخوست دولايتي شوراغړى قمر علي لکڼوال  دباختراژانس خبريال ته وويل موږ دولايتي شورا اودمدني ټولنې دبنسټونو په استازيتوب دکندز ولايت له بې دفاع جګړه  ځپلو اوبې ځايه  شويو خلکو سره   خپل ملاتړ اعلام کړ او ددغه  ولايت له سوداګرو ، اصنافو اوخلکو څخه  مو د نغدو پيسو ، جامو او خوراکي توکو دراټولولو په مقصد پراخ پروګرام پيل کړ چې دغه مرستې  به په نږدې راتلوونکې کې دکندز ولايت  دبې ځايه شويو خلکو په واک کې ورکړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته