خبرونهروغتیا

په بغلان کې د نري رنځ د تشخیص مرکزونه زیاتېږي

۱۰- کابل / د وري ۱۱ مه / باختر
د نري نړیوالې ورځې په مناسبت په بغلان کې د یادې ناروغۍ د تشخیص مرکزونه او لابراتوارونه زیاتېږي.
د بغلان د عامې روغتيا ریاست د نري رنځ د ملي پروګرام آمر ډاکټر غلام محي الدين همايوني د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې اوس مهال په بغلان کې ۳۹ روغتيايي مرکزونه د نري رنځ د تشخيص په وسايلو سمبال دي.نوموړي زیاته کړه چې یاد ریاست په پام کې لري د نري رنځ ۱۱ نور مرکزونه هم جوړ کړي.
هغه وویل چې په یادې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه تر ۶ میاشتو پورې په وړیا ډول کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته